ديوی تاریخی ورځې اودیوه سترملی – مترقی غورځنګ دتلین په یاد
داکتر حبیب منگل داکتر حبیب منگل

دجدي ۱۱د افغانستان دخلکود دموکراتیک ګوند د رامنځته کیدودکلیزې سره برابره ده . پوره ۴۱کاله وړاندې د۱۳۴۳کال دجدي په ۱۱ دافغانستان یوې ډلی مترقی او بدلون غوښتونکو روڼ اندو یا روښانفکرانو دهیواد دهر اړخیز پرمختګ اودخلکو دسوکالۍ اونیک مرغۍ په ارمان اوهیله دافغانستان دخلکوددموکراتیک ګوند اساس کیښود. او په دی توګه دافغانستان د خلکود مبارزې په مسیر کی یو نوی وطنپرست اومترقی ګوند اوغورځنګ، چه د افغاستان دسیاسی تاریخ یوخورا دینامیک او بدلون راوستونکی ، اما له بده مرغه دراماتیک او دردناک دوران یی دنوم او داعیی سره تړلۍ دی رامنداځته شو.

     کله چه ددی ویاړلی ګوند او غورځنګ یاد کیږي ، پرځای ده چه دهغو لس ګونه زره مترقی اوانقلابی سرشندونکو ملګرو اومبارزینو په یاد او ویاړ دتعظیم سرښکته کړو َ، چه په میړانه او شهامت، وَطن ،خلکواوګوند ته په هوډ ودریده ،سرونه یی ورکړل خوسنګریی پری نشود اوپدی توګه  دافغانستان په نوی تاریخ  کې تل نیک یاد پاتې شول.  

 

همداډول  دهغوټولو یارانو او ملګرو، مشرانو اوکشرانو، نیک یاد هم باید وشی چه قربانی ته حاضر شول اووطن او خلکو ته يي د ریښتینی خدمت په نیت،  داستبداد او ارتجاع مخامخ مبارزی ته ودانګل اودا ګوند یی تاسیس کړ،ویی روزه  اوپه یوه  ستر سیاسی –فکری او ټولیز غورځنګ  چه دهغه په لیکو کې دټولنی د قاطع اکثریت داعتباروړ وطنپرست اومترقی پوه نماینده ګان متحداومتشکل شول ، بدل کړ.

    دموکراسی اودخلکو حاکمیت ، تجدد او پرمختګ ، دانسانانو ازادی اوبرابری ،رفاه او ټولنیزنیاو(عدالت)، ملی یوالی اوپه افغانستان  کې دوروڼو قومونو برابری، دافغان ولس نیک مرغي اود افغانستان دملی ګټو ساتنه او دفاع ، پیاړوتیا او سرلوړي داوو هغه سپیڅلی ارمانونه ، ارزښتونه ، موخې اوهیلی چه  دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند ورته وزیږیده او مبارزه یی ورته پیل کړله.

    دافغانستان دخلکو دموکراتیکو ګوند چه دعصر اوزمان دمقتضایاتو ، دافغانی ټولنې د ودی اوتکامل داړتیاو اودهیواد دتیرو ملې اومترقی غورځنګونودبریالیتوب اودترقی غوښتونکې مبارزی د دوام دضرورت له مخې د۱۳۴۳هـ.لمریز کال داساسی قانون ددموکراتیکو ارزشتونو پر اساس اوملاتړپه سیاسی ډګر کې ظهوروکړ، دپورته ذکر شوو، سترو انسانی ، ملی اومترقی ارمانونو اوموخودعملی کیدولپاره دعلما تنظیم شوی مرام په چوکاټ کی سیاسی تګ لاره اوکړنلاره چه د ((خلق )) دجریدې په لمړۍ اودوهمه ګڼه کې خپره شوهَ وړاندې کړله . چه دهغه عمده ټکی په لاندې ډول دی .

       په سیاسی برخه کې ((دافغانستان له ځمکنی تمامیت (بشپړتیا)اوسیاسی استقلال څخه دفاع او دهیواد داقتصادی خپلواکۍ او ملی حاکمیت تامین ،د خلکو په لاس کې دټولو دولتی قواو متمرکزکول اودخلکو حاکمیت دیوه ملی دموکراسی دحکومت دایجاد په شکل. ملی دموکراسی حکومت دخپل طبقاتی او ملی خصلت له مخې  دټولنی پر ټولو ملی دموکراتیکو، ترقی غوښتونکوقدرتونویعنی کارګرانو،دهقانانو،مترقی منورینو ،کاسبانو ،ښاری او کلیوالي کوچنیواو متوسطو مالیکینواودملی سرمایه دارانوپه اتحاد ( دیوې ملی متحدی جبهی په توګه ) متکی دی او دخلکو اساسی کټې ساتی او تامینوی یی . ( په ملی دموکراسی کې دقانون دجوړولوتر ټولو لوړمقام او دخلکودارادې مظهرشوری ده چه  دازادو، پټو،مستقیمو، متساوی او عمومی انتخاباتو پر اساس بې له هردول پټ او ښکاره مداخلې ، تهدید اوتطمیع څخه انتخابیږی . په ملی دموکراسی کی دحکومت هییت دشوری له خوامنځته راځی او دهغه داعمالو څخه  په دقیقه توګه نظارت کوی .) یعنی دپارلمانی نظام رامنځته کول (تاکید زمادی ) د هیواددخلکو دازادی او مصونیت له پاره ددموکراتیکواصولوپر اساس دقضایی قوې داستقلال تامین ،  دخلکو د  دموکراتیکوسیاسی او مدنی ازادیولکه(دفکر ، عقیدې ، بیان ، قلم او مطبوعاتو ، ټولنو ، دسیاسی ګوندونو تشکیل ، داتحادیو ، اعتصابونو ، مظاهرو ، او مسافرتونودازادی تامین، دکار او شغل انتخاب ، دځای اومخابراتو فردی مصونیت او په محکموکې ددفاع حق ، دهیواد دهغه وګړو له پاره چه عمر یی ۱۸ کاله وی دانتخابولوحق اوپه ټولودموکراتیکوموسساتوکې ( دکلیوله جرګو څخه نیولې تر شورا پوری)دانتخابیدلوحق دقانون دمحکمواو نورو دولتی شغلونوپه برخه کې مساوات . دافرادودټولودموکراتیکوسیاسی او مدنی حقونو او ازادیوڅخه بی له کوم نژادی، قومی ، منطقوی ، مذهبی ، جنسي ( نراو ښځې)، سواد، شغل ، اوشتمنی له تبعیض څخه دیوې مبرمې وظیفې په حیث په جدي توګه دفاع کول، دملی مسلې دعلمی درک په نظر کې نیولوسره ،دافغانستان دټولوزیارایستونکوولسونوداتحاد او یووالی ، دمحرومو طبقو دګټودتامین په اساس دورورګلوی او مساوات داصل له مخې دهرډول ملی ستم او قومي تفوق غوښتنې لکه نژادی ، قبیلوي ،منطقوي اومحلي تمایلات چه ملی نفاق منځ ته راولی په ضد ټول اړخیزه مجادله  ، دافغانستان دخلکوترمنځ دواقعی اوعملی یوالی داستحکام په منظور ددموکراسی داصولو په اساس دقانونی لاروڅخه دهیواد پر اساسی تشکیلاتوباندې داقتصادی ، ژبنی او فرهنګی روابطو له لحاظه یونوی نظر او دهیواد دمحلی جرګواو تشکیلاتی واحدونوته دې چه ددموکراتیکوانتخاباتو په اثرمنځته راغلی وی دپراخ صلاحیت اوواک ورکول او دافغانستان دژبودمسلې دحل لپاره دې ددموکراتیکواصولوپر مبنا لازم اقدامات کول)) .

((  دیوه ازاد ، فعال ، اوسوله غوښتونکی خارجی سیاست تعقیب او دازاد قضاوت په ملګرتیا دمثبتې بی طرفۍ دسیاست ملاتړ، دجهانې سولې څخه دفاع اوپه روغه سره د ګډ ژوند دسیاست طرفدارۍ ، ددوستانه روابطواستقراردنړۍ دټولو سوله دوستو ملتونواوهغو دولتونوسره چه سیاسی ، اقتصادی غرضونه او استعماری مقاصد ونه لری او دافغانستان په اقتصادی ، تخنیکی اوفرهنګی پر اختیا کی د متساوی الحقوقی همکارۍ او مرستې په اساس کمک کوی ،  دبین المللی سالمو مناسباتو دبرقرارۍ په لاره کې هڅه کول اودتیری کونکو نظامی بلاکونو ، اسارت راوړونکي اقتصادي ، تجارتي ، سیاسي اتحادیو سره چه استعماري غرضونه ولري مبارزه ، دجهانی جګړې دمخ نیوي له پاره مجادله ، ددولتونو،محافلو او مجراجویانودهغوحرکاتواو اعمالو سمدستي رسوایی چه دجنګ ارزو لري او دسولې له پاره خطر پیدا کوي او یا دنورو هیوادونوملی خپلواکی تهدید او سلبوی ، دملګرو ملتونودموسسې تایید او دبشپړ بین المللي نظارت لاندې دپوره بې وسلې کولو طرفداري .))

     په اقتصادی برخه کې ((ددولتی پلان ګذارۍ له مخې  دملی اقتصاد چټکه وده او ددولتی سکتورتقویه کول او دملی اقتصاد یوه مترقی ادارې جوړونه،دخلکوله اړتیاوسره سم دتولید او لګښت تنظیم او دبې ځایه او غیراقتصادی لګښتونومخ نیوی او کنترول ،دهیواد دطبعی ذیرمواومالی منابعو څخه چه دټولوخلکوشتمنی کڼله کیږی سمه استفاده اودانسانی قوتونو تجهیز ، دملی اقتصاد دچټګی ودی اودملی خپلواګۍ دټینګتیا لپاره ددرانده صنعت وده ، دسپکوصنایعو لپاره دخصوصی ،دولتی  او مختلط سرمایه ګذاری تشویقول ،دخارجی مشابهو محصولاتو درقابت په مقابل کې ملی ( خصوصی اودولتی )محصولات حمایه کول ،دهیواد داقتصادی او اجتماعی ترقۍ ددموکراسۍ دتعمیم او دزراعتی تولیدی قواوو دانکشاف او فیوډالی زوړ مناسباتواو موسساتو دملغی کولو لپاره دځمکوددموکراتیکو اصلاحاتو له لارې داوسنیوزراعتی زړو تولیدی مناسباتو له منځه وړل او دبزګرو داستثمارمار له ریشی محوه کول ، په دموکراتیکه توګه دکوچیانودمسلې اوقبیلوی ژوند  حل ،ددوی داجتماعی ژوند ښه والۍ دهیواد دملۍ خپلواکۍ او اجتماعی ترقۍ دانکشاف یوضروری عامل ګڼل کیږی ، دخارجی او داخلی تجارت په برخه کې ( دصنعت خواته د تجاری سرمایی په لیږدولو اودملی صنایعودتقویی اوایجاد په مقصد دماشین الاتو به تورید دداخلی تولیداتو په پراخولواودګمرکی حمایوی سیاست په واسطه دتجارت کنترول اودبارتری سیستم دتجارت پراختیا ،دداخلی تجارت انکشاف ، دبازار داستقرارله پاره دداخلی بازاردمالونودبیو تثبیت او دعمومی اړتیاودلیرې کولودپاره دداخلی تاجرانو او دتشبثاتوتنظیم او دلویو کمپرادورو تاجرانوپه مقابل کې دوړواو متوسطوتاجرانوحمایه ، په دموکراتیکواومترقی توګه او دهیواد دمحروموخلکو په ګټه داقتصادی انکشاف او اجتماعی ترقۍ په مقصد اصلاح ، او دغیرومستقیمومالیاتودروند بار دخلکو داوږو راښکته کول او مستقیمومالیاتو ته لومړی درجه اهمیت ورکول.

     په ټولیزه برخه کې  ((دکاردحق تامین او دبیکارۍ له منځه ړول ، دکارګرانوددومره مزد اومعاش په ټاکلو او اخیستلو سره چه مادی اومعنوی لازمې اړتیاوې یی لیرې کړی ،دکارګرانودمصونیت او دکار دمساعد و دشرایطو دتامین او عمومی حقوقو په مقصد دضروری قوانینو او مقراراتو ټاکنه او اجرا له لارې د کارګرانوله پاره په هفته ۴۲ ساعته کار، داستراحت حق ، دکلنیو رخصتیوبرقراری ، دټولو زیار ایستونکوله پاره دزړښت ، ناروغۍ ، او معیوبیت په حال کې چه دکار له بیشو یی نشآت کړی وی ددولت له خواه یا مربوطه موسسو په حساب دصحی او اجتماعی بیمو رامنځته کول ، دهغو کوچنیانو کار منع کول چه عمر یی تر ۱۵ کاله لږ وی ، دکارګرانو او کار فرمایانوترمنځ داختلافونودحل اودکار دقانون  دسمو اجراآتودمراقبت له پاره دبې طرفه محاکموچه په هغه کې دکارګرو نماینده هم ګډون ولری تشکیل، دټولو محروموطبقو اوقشرونولپاره ، په ښارونو اوکلیو کې دصحی ، عصری او ارزانوکورونوجوړول ، همدارنګه په ښارونوکی دکرایه نشینو لپاره دکورونو ، دکانونو او نورو ځایودظالمانه کرایی شکته راوستل ، دافغانستان په دموکراتیک اوونوی ژوند کې دافغانی ښځې داقتصادی ، اجتماعی ، سیاسی او فرهنګی ژوند په ټولو چارو کې دحقوقو له مخې له نارینه سره مساواتودتامینولوغوښتنه ، دښځو دازادی او حقوقو تطبیق دښځو ددموکراتیکو اتحادیو تاسیس ،داجتماعی بیمو ، داستراحت دحق او دولادت دمخه او وروسته معاش ورکول ، او دکوچنیانو اومیندودروغتیا دتامین لپاره دزیږنتونونه، کوچنیانو ته دشودو ورکولودځایواو وړکتونونوتاسیس او دتحصیل او نوروحقوقو ورکول ، ددولت دموسسودمامورینو َ معلمینو ، منورینو ، اجیرانو او مستخدمینو دیوه شرافتمندانه او وړ ژوند دمنځته راوړلو دموثرو تدابیرونیول ، دټولوهغو قوانینواو مقراراتو دتعدیل او تعویض په لاره کې چه دخلکودښیګڼو او دموکراسۍ په خلاف وی قانونی مبارزه ، په مجانی ډول دټولو خلکو دروغتیا او سلامتۍ دایمی ساتنه او ښیګڼه ،  دپولی کلنیکونو، روغتونونه او سناتوریمونو ایجادول ،دارتجاع ، خرافاتوخپرولو ،دتریاکوّ چرسو او الکولو داعتیاد او ټولو اخلاقی مفاسدو په ضد چه داجتماعی او اقتصادی ناوړوشرایطو محصول دی ټول اړخیزه مبارزه .

         دکلتوری چارو به برخه کې((  په ټول هیواد کې د۷کلنۍ وروسته( دنر اوښځې لپاره )بې له توپیره هرچاه ته په مورنۍ ژبه دابتدايي  مجانې ،  عمومې ، اجباری ، تعلیماتو تطبیق ،دټولو منطقو دشاګردانواو زیار ایستونکو خلکو ته دلیلو، ثانوی ، عالې او تخصصی تعلیماتوزمینه برابرول ، دپوهنتونونو او علمی څیړنو دموسساتو پراختیا ، پوهانو،  لیکوالانو او هنرمندانو سره مرستې ، د تاریخی اثاروساتنه ، دحفریاتو موزیمونو انکشاف ، دکتابخانو تاسیس او دبین المللی فرهنګی موسساتوسره دروابطوپراختیا اوپه ټول هیواد کې دبی سوادۍ پرضد عمومی جهاد ، دنوی نسل دبدنی روزنې په مقصد میدانونه اودسپورت کلوپونه او دکنفرانسونو خونې ، دمحصلانو او ځوانانو داتحادیو دازادنه تشکیل دحق تامین ، دلوړو اخلاقی او معنوی اصولو لکه ( دسولې ، دموکراسۍ ، ملی خپلواکۍ ، اجتماعی پر مختګ ، اوښیګڼو او ارمانونو سره وفاداری ، له هیواد اوزیار ایستونکو خلکوسره مینه او احترام ، له ارتجاع ، استبداد ، بې عدالتی ، استعمار ، استثمار ، امپریالیزم ، جګړه غوشتنې سره نه پخلاکیدل ). د افغانستان   دملی فرهنګ دغنی کولو ، دهیواد دخلکو اومختلفوقومونود ژبې اوکلتوردپراختیا او دهیواد دولایاتونودهغو سیمو دخلکوچه شاه ته غورځول شوی دی ، داقتصادی او اجتماعی پرمختګ دپاره جدی او عملی تدابیر نیول ، دخلکو د روزنی او اجتماعی شعور د راویښولو دپاره دمطبوعاتو ، دموکراتیکو خپرونو، داطلاعاتوازادی ، دسینما ګانو ، تیاترونو اورادیویی مترقی ځپرونوتعمیمم )).

   دلته دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند دمرام دیادونې څخه زما مقصد دادی چه دګوند کالیزه معنی پیدا کړی او  ګوندیان دخپل تیر ګوند دواقعی بینانه او اصولی خط او تګ لاری په  سموالی اوحقانیت یوځل بیا پوه او معتقد شی  اوهمدا ډول نور لوستونکی  ، دافغانستان دخلک دموکراتیک ګوند دچپ ( ملی – دموکراتیک ،مترقی اوعدالت غوښتونکی)  خصلت اوهویت څخه خبر شی  ، کوم چه  دیوی نوې اومدنی ، مرفه او عادلانه ټولنې ستراتیژی او  دیوه ازاد ، دموکراتیک ، پیاوړی اوسرلوړی افغاستان درامنځته کولو غایه او داعیه را پورته او مخته کړه او ددې داعیی او لوړ ارمان دتحقق لپاره یی دمترقی افکارو او پر مختللی بشریت دتجربې  څخه په الهام او ګټو اخیستلو په اګاهانه او سرښندونکی مبارزه او جدوجهد پیل وکړ .

     دادی څه کم۳۹کاله دافغانستان دخکو دموکراتیک ګوند دمرام څخه تیریږی . دمرام لیکونکی اورامنځته کونکی او دهغه دتطبیق دلاری مبارزین زاړه شوی اویا مخ په زړیدو دی اما مرام ندی زوړ شوی او دمترقی مبارزې اودهیواد  دوطنپالونکی او بدلون غوښتونکې غورځنګ دیوه معتبر تیوریک - سیاسی سند په توګه یی خپل اهمیت ساتلی پدې ډول چه  همدااوس هم دټول  دموکراتیک چپ غورځنګ دمرامونو او سیاسی مشی مضمون او اساسی لورۍ تشکیلوی.

     دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند ددغه مرام سره اودهغه دتحقق له پاره دسیاسی مسالمت امیزه اوقانونی مبارزی میدام ته ودانګل. ګوند دهغه ابتدا څخه دپرمختګ ضد  کړیو او قشرونودمخالفت او دشمنۍ سره مواجه شو ، خوسره له دې دخپلې سمی تګ لاری او کړنلاری ددرلودلو او دسازمانی ، ایدیالوژیکی ، اوسیاسی منظم او سازمان ورکړ شوی فعالیت ، وطن، خلکو او ګوند ته دوفادارو ، اګاه ،نه ستړی کیدونکو، زړه ورو او فداکاره ځوانو کادرونو دکارله برکته، دپارلمانی مبارزې او دهمداډول دځوانانو، شاګردانو ، محصلینو، معلمانو،استادانوددولتي دټیټ رتبه مامورینو ، کسبګرو ، کارګرانو او دهقانانو او دنورو ټولیزو قشرونو دګتو او صنفي غوښتنوددفاع اوترلاسه کولو په چاره ، مظاهرو اواعتصابونو کې دفعالانه ګډون له کبله په ډیره لږه موده کې په یوه سیاسی واقعیت  او پراخ توده یی سازمان بدل شو.

    ګوند  ((دپرچم)) دجریدی په وجود کې  دمترقی افکارو اوادبیاتو دتبلیغ اوترویج له لاری  دټولنې د وده موندونکوقشرونو اوټول اولس دویښولو اوپه خپلو حقوقو اوګټو پوهولو او دمبارزی د نوی نسل په روزلو کې چه په انقلابی او مترقی افکاروسمبال شول سترکار ترسره کړ. 

    دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند دجمهوری نظام اوحکومت درامنځته کیدوڅخه دیوه مترقی بدلونو په څیر او((خلکوته دخطاب دوینا)) څخه قاطعانه ملاتړ وکړ اوهغه په تحقق کې یی هر ډول اماده  وښودله او عملی برخه واخیستله . مګر له بده مرغه جمهوری حکومت هم دامانی حکومت په شان د کورنی او بهرنۍ ارتجاعی درنګارنګ کړیو ،عمدتا (( ځوانومسلمانو دډلې)) چه په اخوانیانو یادیدل ،دمخامخ مقابلې او بغاوت ، پټو دسیسو او رنګارنګ فشارونو سره مخامخ شو. د تورې ارتجاع او اخوانیانو ددې بغاوتونو او دسیسو هدف داوه چه دا مترقی حکومت تر فشار لاندی راولی اوداساسی اصلاحاتو اوبدلونونو دتطبیق څخه یی منحرف کړی او پدی ډول یی لمړۍ دولس څخه چه داساسی بلونونو غوشتونکی وو او همدا ول دټولنې ددموکراتیکو کړیو څخه ګوښه  او د خپلې اجتماعی اوسیاسی تکیه ګاه  اومتحدینوڅخه محروم او بیا یی راوپرځوی او پدې ډول دخپلې خوش رژیم را منځته کړي .

   دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند د۱۳۵۷کال هـ.ش کال دشهید  استاد میراکبر دترور په دسیسه کې چه دسیاسی صحنی څخه دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند دحذف کولو لپاره ، له وړاندې خوا طرحه شوی وه، ناڅاپی په یوه سیاسی  پیښه کې شکیل او واک ته ورسید . دا پداسې حال کې وه او ترکومه چه ماته معلومه ده دافغانستان دخلکو دموکراتیک ګوند  پدې وخت کې نه یوازې دواک دنیولو اراده ، توان اوهمدا ډول تصمیم نه درلود بلکه اخوانیانو په مقابل کې چه درژیم دسقوط په دسیسو اخته وو دحکومت څخه ددفاع سیاست کاوه . داځکه چه حاکمیت په هغه اندازه نه وه  شاه ته تللی چه دمتحول کیدو ظرفیت یی له لاسه ورکړی وی او ګوند هم دسیاسی بدیل اوپداسې وضعیت کې  قرار نه درلود چه قدرت واخلی او هغه وساتل شی اویا دواک اخیستلو شرایط اوْضرورت رامنځته شوی وی .

     بناپردې باید وویل شی اوحقیقت هم دادی چه که دجمهوری نظام پرضد دپاکستان په لمسون اوکمک اودخالت دمعلومو کورنیوکړیووسله وال بغاوت او خرابکاری وجود نه درلودلۍ او دهیواد زعامت دعربستان سعودی ، ایران او نورو بین المللی کړیو دتش په نامه مرستواو تطمیع ته نه وی تسلیم شوی او دټولنی دټولو مترقی سازمانونوسره یو ځای او یا په یوه جبهه کې ،داعلان شوو مترقی اودموکراتیکوا صلاحاتو او بدلونونو په تطبیق کې ثابت قدمه پاتې شوی ، هیڅکله به دثور پاڅون یا انقلاب نه رامنځته کیده .

     ګوند چه بلجباریی سیاسی واک ته رسیدلۍ وه د( افغانستان ددموکراتیک جمهوریت دانقلابی دندو داساسی کرښو ) په نامه یی په هیواد کې دسیاسی ، اقتصادی ، اجتماعی اوفرهنګی اساسی بدلونونو اواصلاحاتو برنامه وړاندې کړه                                                                   اودهغه دتطبیق لپاره هر اړخیزه هڅې پیل کړې . مګر له بده مرغه تاریخ دتیرو په شان بیا تکرارشو اودافغاستان دخلکودموکراتیک ګوند وطندوستانه او ترقی غوښتونکې هڅې هم شنډې شوی .

   په داسې  حال کی چه په افغانستان دسیاسی بحران اودکورنۍ جګړې اودهغود دردناکو پایلو درامنځته کیدو ددلایلوپه برخه کې او دجمهوری دولت دسقوط دتراژیدی په اړوند ، دافغانستان دخلک دموکراتیک او وطن ګوند د خپل منځی اختلافونو، ډلبازیو ، انشعابونو ، دسیسو ، ټکرونو ، اودقدرت برسر د ډغرو ، تیروتنو، اشتتباه ګانو او په تیره بیا دګوند دمرام او تګ لاری څخه دانحرافانو ،څخه نبایدسترګی پټې شی  . اما دتیرو سلو کلونواو دوروستو څلورو لسیزو دسیاسی د پیښو او جریانونو واقعی بینانه تحلیل او برسی ، داحقیت تايیدوی ،چه دا دافغانستان دهر آړخیز پر مختګ ضد داخلی او بهرنې ځواکونه وو او دې چه ، د دمترقی بدلونونو او ځواکونو او حکومتونو پرضد دپرله پسې مقاومت له کبله یی په هیواد کې سیاسی بحرانونه رامنځته کړل او دکورنیو جګړو اوریی بل کړ، دتیرشوروی اتحاد دنظامی مداخلی په شمول د دبهرنیانود پراخ نظامی دخالت او مداخلو زمینی اواسباب یی رامنځته اوهیواد دسړی جګړې په ډګر کړ او په نتیجه کې یی دټولنې د سیاسی ، اقتصادې ، اجتماعی او فرهنګی پر اختیا او پر مختیا پروسه اخلال او سبوتاژکړ اودادی اوس هم نه پریږدی چه دافغانستان خلک دنړیوال پر مختګ او معاصر تمدن دلاسته راوړنو څخه ګټه پورته کړی او زمونږ هیواد دمتمدن او پر مختللو هیوادونو په قطار کې ودریږی .

    تنها یو مثال بس دی چه داحقیقت ثابت شی اوهغه دا چه که تنظیمونواو دهغو بهرنیو پلویانو دافغانستان دجمهوری دولت
January 13th, 2006



  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات